د سالنګونو پر لويه لار د واورې اورښت جريان لري او د غور-کابل لويه لار د بندبګک په سيمه کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۳۰
د سالنګونو پر لويه لار د واورې اورښت جريان لري او د غور-کابل لويه لار د بندبګک په سيمه کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده

د سالنګونو پر لويه لار تېره شپه د واورې اورښت پيل شوی دی، چې تر دې مهاله جريان لري. 
دا مهال په سویلي او شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت ۷ سانتي متره ته رسېږي، د ليد ساحه ۳ کيلو متره ده، د باد چټکتيا په يوه ثانيه کې ۲ متره ده او د تودوخې لوړه درجه ۱.۵- ، د تودوخې ټيټه درجه ۷- درجو ته رسیږي. 
تيزرفتاره وسايط کولی شئ چې له دواړو خواوو څخه تګ راتګ وکړي. 
دغه راز د کابل-غور لويه لار د بندبګک په سيمه کې د واورې د اورښت له امله د ترافيکو پر مخ بنده شوې ده، چې د ياد ولايت د ټولګټو رياست هڅه کوي چې ژرترژره ياد مسير پاکاري او د ترافيکو پر مخ پرانيزي. 
د يادونې وړ ده، چې په ځينو نورو ولاياتو کې هم د واورې اورښت جريان لري؛ خو د يادو ولاياتو مسيرونه د تګ راتګ پر مخ پرانيستي دي او کومه ستونزه شتون نه لري. 
د ټولګټو وزارت د ټولو درنو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه د دوی د خونديتوب په موخه هيله کوي، چې د سالنګونو د لويې لارې څخه د تګ راتګ پر وخت تودې جامې او نور ژمني توکي د ځان سره ولري ، د پوره احتياط څخه کار واخلي ، ترافيکي قوانين مراعات کړي او د يادو لارو د مؤظفينو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.
 

...

6 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS