د فراه–فراه رود سړک د رغیزو چارو څخه د ټولګټو محترم وزیر لیدنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ
د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د پروژې د پرمختګ، کیفیت او تخنیکي معیارونو ارزونه یې وکړه.
د ټولګټو محترم وزیر د یادې پروژې انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژې مسؤلینو او د څارنې ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پروژې چارې په ټاکلي وخت او د انجینرۍ له معیارونو سره سمې بشپړې کړي.
د فراه–فراه رود سړک د فراه ولایت د ترانسپورتي شبکې له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي. دغه سړک ۶۱.۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د سړک د شولډرونو په شمول ۱۱.۲ متره پلنوالی لري، چې د فراه ولایت له لرغوني ښارڅخه پیل او د یاد ولایت د فرارود تر دوه لارې پورې رسیږي.
په یاده پروژه کې د بېلابېلومصنوعی ساختمانو، پلګوټو، د ۶۰۰ مترو استنادي دیوالونو او نږدې ۲۰۰۰ متره د سړک د غاړو ویالو د جوړولو کارونه شامل دي.
د یادونې وړ ده، یاد سړک د دې ترڅنګ، چې د هېواد ولایتونه د فرا ولایت سره نښلوي د ابو نصر فراهي بندر او د کابل–کندهار لویې لارې ترمنځ د نښلونکې حلقې په توګه ځانګړی اقتصادي او سوداګریز اهمیت لري.
