د قوشتیپې–درزاب سړک رغنيزې چارې د شاوخوا ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت په چټکۍ سره جريان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۵۳
د قوشتیپې–درزاب سړک رغنيزې چارې د شاوخوا ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت په چټکۍ سره جريان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ځايي خلکو د هوساينې او د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه د قوشتیپې–درزاب نښلوونکی سړک، چې ۵۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ څخه تر درزاب ولسوالۍ پورې رسيږي؛ په دريو برخو ويشلی دی، چې رغنيزې چارې يې د شاوخوا ۱.۵میلیارده افغانیو په ارزښت له دریو بېلابېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد کړي دي او دامهال يې رغنيزې چارې عملاً جريان لري.

ياده پروژه په درې برخو (لاټونو) ویشل شوې ده، چې لومړی لاټ یې له نوآباد سیمې څخه تر تراغلي سیمې پورې ۱۹.۸ کیلومتره اووږد والی لري، د سړک په دغه برخه کې د ۲ پایو پلونو او د ۲۶ پایو پلګوټو د رغونې کار هم شامل دی.

د قوشتیپې–درزاب اتصالي سړک، دویم لاټ له تراغلي سیمې څخه تر شیربیک سيمې پورې ۱۷.۴ کیلومتره اوږد والی لري، چې په اوږدو کې یې د ۵۴ پایو پلګوټو، ۱۷۸۴ متره استنادي دیوالونو او ۴۹۸ مترو په اوږد والي سره د سړک یوې خواته د ویالې د رغولو کار هم شامل دی.

د یاد سړک درېیم لاټ ۱۴ کیلومتره اوږد والی لري او په او اوږدو کې یې د ۴۸ پایو پلګوټواو ۲۵۱۲ متره استنادي دیوالونو کارهم شامل دی، چې د یاد سړک په پورته دریو برخو کې عملاً کار جریان لري.

د دغه سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک او خوندي لیږد-رالیږد کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS