د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۲:۵۱
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.
دا مهال مسافروړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له یوې خوا ( له شمال څخه جنوب ته) تګ کولی شي. 

بدخشان: په دغه ولایت کې د واوري د ډیر اورښت له امله د رغستان، یاوان او کوهستان ولسوالیو لارې د تګ راتګ پر مخ بندې شوې دي، چې د پاکولو کار یې جریان لري. 

بامیان: په دغه ولایت کې یواځې د دشت دیوالي – پنجاب بازار مسیر په شاطو کوتل کې د واوري د ډیر اورښت له امله بند دي، چې د پاکولو کار یې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې تر دا مهال د هیواد ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د ترافیکي وسایطو پرمخ خلاصې دي.
د ټولګټو وزارت د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه له شته پرسونل او ماشینري څخه په استفادې له سړکونو او لویو لارو څخه د واورو او اوبو د پاتې شونو پر پاک کاري بوخت دي؛ تر څو هیوادوال په هوسا او ډاډه توګه تګ راتګ وکړي.

...

2 اونی ۱ ورځ ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۲۴ کيلومتره نښلوونکي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ميدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې، چې دامهال عملاً جریان لري.

دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۳:۳۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۷مې تر ۱۳مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۹۵۱۶) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS