د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی!

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی!

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

بامیان: د واورې تیز اورښت دوام لري، د پسته شش پل، حاجګګ کوتل، شاطو کوتل، آبقول کرمان او د قناق کوتل غځيدلې لارې د ترافیکو پرمخ بندې دي.

دایکنډي: د واورې اورښت دوام لري، د بند برلان بازار له مسیر پرته د دې ولایت ډیری غځېدلي لارې د واورې د تیز اورښت له کبله د ترفیکو پرمخ بندې دي.

سرپل: هوا باراني ده، د بلخاب ولسوالۍ له غځیدلې لارې پرته؛ نورې ټولي لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.

د سالنګ لویه لار: په سالنګ کې د وارې اورښت په ځنډ سره دوام لري، له ټیلر یا باروړنکو موټرو پرته نور موټر له دواړو لورو پرې تګ راتګ کولی شي.

همدارنګه نن د هیواد په ډیری ولایتونو کې د واورې اورښت دوام لري، چې ټولي غځیدلې لارې یې د ترافکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

د یادونې وړ ده، د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونو له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې ټولي بندې لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

ټولګټو وزارت له ګرانو هیوادوالو او موټر چلونکو څخه هیله کوي، چې له صعب العبور لارو څخه د سفر پرمهال د موټر د ځنځیر (چاین) ترڅنګ خوراکي توکي او روغنیات له ځان سره ولري او په لارو کې د مؤظفو کسانو لاروښونو ته پاملرنه وکړي.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS