د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د بندو لارو د خلاصولو کار دوام لري

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۳:۵۳
د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د بندو لارو د خلاصولو کار دوام لري

 

په زابل، غزني، پروان، پکتيکا او کنړ ولایتونو کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو را وتلو له کبله د ځینو بندو لارو د پرانیستلو او له رسوبي موادو څخه د پاکولو کار په چټکۍ سره دوام لري.

زابل: د قلات ـ شینکۍ ولسوالې غځېلي لار دا مهال د تګ راتګ پرمخ بنده ده، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د پرانیستلو او پاکونې کار جریان لري.

غزني: د اوبو د ډیروالي له امله د مقر  ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار لویې لارې په شمول ځینې سړکونه تر اوبو لاندې شوې دي، چې د مالي او ځاني زیانونو احتمال شتون لري، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل هڅه کوي تر څو یادې لارې پاک کاري او په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ خلاصي کړي.

پروان: د ورستيو سیلابونو له کبله د پروان ـ بامیانو مسیر د شینوارو او سیاګرد ولسوالیو په اړوند سیمو کې بند شوی و، چي دامهال د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو او په ځینو سیمو کې پاک کاري لا هم دوام لری.

پکتیکا: د ښرنې-انګور اډې لویه لار چي د ورستيو سیلابونو له کبله ویجاړه شوې وه، دا مهال یې د یاد ولایت د مقام په مالي ملاتړ د بیا رغوني چاري پيل شوې دي.

 کنړ: په سیلاب ځپلو سیمو کې د بندو لارو د خلاصون او له رسوبي موادو څخه د پاکولو کار دوام لري.

ټوګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي، چې په سیلاب ځپلو مسیرونو کې دي د تګ راتګ پرمهال له ډیر احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین دې په پام کې ونیسي، تر څو چاته مالي او ځاني زیان ونه رسیږي.

 د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

BACK TO NEWS