د واورې د اورښت له کبله تړلي لارې پرانیستل شوې

mopw_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۳۵
د وارې د اورښت له کبله تړلي لارې پرانیستل شوې

د وارې د اورښت له کبله تړلي لارې پرانیستل شوې

نن چهارشنبه د لیندۍ ۵ د ټولګټو وزارت د تخنیکي ټیمونو د راپور پر بنسټ د هیواد د یو شمیر ولایتونو موصلاتي لارې د اړوندو ولایتي ټیمونو لخوا پرانیستل شوي او پر ځینو نورو کار روان دی.

له دې ډلې د سالنګ پر لویه لار واړه موټر له چاین تړلو او نورو اړینو توکو سره تګ را تګ کولی شي خو د بار وړونکو موټرو پر مخ لا هم ځکه تړلې چې سړکونو یخ نیولی او د ښوېېدو خطر یې لیدل کیږي، د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې یاده لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ هم پرانیزي.

په ورته وخت کې د غور ولایت د بکک کوتل لار او د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ لار له واورې پاکه او پرانیستل شوې ده خو د پنجشېر د انجمن کوتل لار د ډیر اورښت له امله د موټرو پرمخ لا هم تړلي ده چې کار پرې روان دی.

دغه راز د بامیانو ولایت اړوند شاه توت کوتل کې هم د واورې د اورښت له کبله لار بنده شوې وه چې تخنیکي ټیمونو له وسایلو او وسایطو سره سیمې ته د لارې د خلاصېدو له پاره رسېدلي.

یاده دې وې چې په تخار، دایکندی، کندوز او بغلان ولایتونو کې د وارې اورښت دوام لري خو لارې د موټرو پرمخ پرانیستي دي.

د ټولګټو وزارت رهبرۍ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د واورو له کبله د بندو لارو په پرانیستلو کې له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لیندۍ ۵، ۱۳۹۹

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

BACK TO NEWS