د ورستیو سیلابونو له کبله ۳۸۱ کیلومتره بند سړکونه بیرته پرانیستل شول

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۱۶:۲۱
د ورستیو سیلابونو له کبله ۳۸۱ کیلومتره بند سړکونه بیرته پرانیستل شول

د ورستیو سیلابونو له کبله ۳۸۱ کیلومتره بند سړکونه بیرته پرانیستل شول

۱۴۰۰/غوایي/ ۲۶

د تیرو دوو اونیو اورښتونو له کبله چې سېلابونه یې له ځان سره درلودل د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۳۸۱ کیلو متره سړکونه د سېلابونو له کبله بند شوي و چې د ټولګټو وزارت د اړوندو ریاستونو له لوري بېرته په وخت پرانستل شول.

دا لارې، پُلونه او پُلګوټي چې د هیواد په ګڼو ولایتونو؛ لکه کاپیسا، بدخشان، پکتیا، سمنګان، میدان وردګ، پروان، پنجشیر او بغلان ولایتونو کې د تیرو اونیو د سیلابونو له کبله بندې شوي و او خلګ یې لګڼو ستونزو سره مخ کړي وو په عاجله توګه بیرته د ټولګټو وزارت په لارښوونه پرانستل شوي دي.

د دې لارو د بندېدو له کبله په ګڼو ولایتونو کې خلک له ستونزو سره مخ شوي و چې د ټولګټو وزارت د اړوندو ریاستونو له لوري په اختر کې هم پر لارو کار شوی تر څو د هیوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS