د ټولګتو وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه غونډه کې ګډون وکړ

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۹:۸
د ټولګتو وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته  د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه غونډه کې کډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د دغه وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې هېواد ته سفر کړی وو، چې تخنیکي پلاوي د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه تخنیکي غونډه کې هم ګډون وکړ

په دغه تخنيکي غونډه کې، د هېوادونو ترمنځ د تخنیکي، مدیریتي او اداري موضوعاتو (د غړو هېوادونو په پولو کې د ګمرکي عملياتو د قوانينو او مقرراتو د يوشان کولو، د ګډو او څو اړخيزو انتقالاتو پرمهال د معلوماتو هم‌شکل کولو، د اوسپنې پټلۍ د همکاريو سازمان (UIC) او نورو سازمانونو په ځانګړي ډول د بين الحکومتي OTIF سازمان ترمنځ د ګډو فعاليتونو د وضعيت او څرنګوالي) په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

دغه راز د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې کرښې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې او بحثونه وشول او د غړو هېوادونو له لوري د ۳۵مې ناستې صورت جلسه تائید او تصویب شوه.

په دغه غونډه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي پلاوي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د څېړنو، ډیزاین، جوړولو، بهره ‌بردارۍ او د اوسپنې پټلۍ د زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخه کې فعالیتونه، پرمختګونه او لاسته راوړنې د منځني ختیځ د دفتر له مدیریت او غړو سره د یو پریزینټېشن له لارې شریک کړل، چې د ناستې د  غړو له لوري تائید او و ستایل شول.

د یادونې وړ ده، چې په یاد سازمان کې د ۸ هېوادونو ترڅنګ، (۹) خصوصي شرکتونه او بنسټونه هم د غړيتوب امتیاز لري، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې د مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده په مشرۍ د دغه وزارت د بهره بردارۍ رئیس محترم عبدالوکیل شیراني، د وزارت مقام تخنیکي سلاکار محترم انجنیر عبد الباري صدیقي په دغه غونډه کې په حضوري ډول ګډون کړی وو.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS