د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال او د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو ليدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۸
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال او د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ وزير محترم مامِت آکمامدوف او مل پلاوي د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له پراختيايي چارو او د اوسپنې پټلۍ له پرمختګونو ليدنه وکړه.

د دې سفر موخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزيټي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د تورغونډۍ بندر د پراختيايي چارو د عملي پرمختګونو څارنه او ارزونه ښودل شوي دي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال وویل، چې تورغونډۍ بندر د افغانستان لپاره يو مهم اقتصادي دهلېز دی، چې د منځنۍ آسيا هېوادونه د جنوبي او سوېلي آسيا له بازارونو سره نښلوي. هغه زياته کړه، چې ټولګټو وزارت ددغه بندر د زېربناوو پراخولو، د تخليې او بارګيرۍ د ظرفيت لوړولو، د سوداګريزو توکو د حجم او انتقالاتو زياتولو او د اوسپنې پټلۍ د نړيوالو معيارونو سره سم د پراختيا هڅې کوي.

د ترکمنستان هيواد د ريل پټلۍ وزير څرګنده کړه، چې هېواد يې د افغانستان له لارې د سيمه‌ ييزو اتصالي پروژو ملاتړ ته ژمن دی. هغه وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ ګډ کار به نه يوازې اقتصادي فرصتونه زيات کړي، بلکې د خلکو ترمنځ به اړیکې هم ټينګې کړي.

د تورغونډۍ بندر د پراختيايي چارو پروژه د ترکمنستان هيواد سره قرارداد شوې ده، چې له مخې به يې ياد هيواد تر څه باندې ۵ ميليونو امريکايي ډالرو پورې پانګونه کوي او موخه يې دا ده، چې د افغانستان، سيمې او نړۍ ترمنځ سوداګري لازياته وده وکړي او د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره نوې دروازې پرانيزي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS