د ټولګټو وزارت سرپرست د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ له قومي مخورو سره ولېدل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۰:۱۵
د ټولګټو وزارت سرپرست د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ له قومي مخورو سره ولېدل

د ټولګټو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې ولېدل.

په دې لېدنه کې د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ قومي مشرانو د اسلامي امارت د بریا مبارکي وویله او د ټولګټو وزارت له سرپرست سره یې د خپلي سیمې د سړکونو ستونزې شریکې کړې او له ټولګټو وزارت څخه یې د اندخوی ولسوالۍ د ۵ کیلومتره سړک د کار د بشپړلو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ټولګټو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي امارت بریا یې د ولسونو د هڅو او قربانۍ پایله وبلله، هغه همدارنګه د فاریاب لپاره د ټولګټو وزارت په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، ټولګټو وزارت به په دې ولایت کې د شته سړکونو او پُلونو د ساتنې او څارنې ترڅنګ د نیمګړو پروژو د کار بشپړول د وزارت له پلان او بودیجې سره سم تر سره کړي.

د ټولګټو وزارت سپرست د اندخوی ولسوالۍ د ۵ کیلومتره سړک په اړه وویل: د شوې پریکړې له مخې؛ هغه پروژې چې له سیمه اییزو شورای ګانو سره تړون شوي وې بیرته د کلیو او پراختیا وزارت ته انتقال شوې دي، که چیري یاده پروژه د ټولګټو وزارت اړوند وي مربوطه برخې ته یې لارښوونه وکړه، ترڅو د پروژې د اوسنې وضعیت په اړه ګزارش وړاندې کړي چې په اساس به یې د پروژې پاته چارې بشپړې شي.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS