د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۵۳
د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار  لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل - کندهار لويې لارې د بېلا بېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه وکړه. 
دغه راز د ټولګټو سرپرست وزير د کابل - کندهار لويې لارې په اوږدو کې له ۶ محرابه مسجدونو څخه هم ليدنه ترسره کړه چې د ۵ محرابه مسجدونو ودانيزې چارې يې سږ کال پيل شوي دي او د يو محراب مسجد د رغونې کار په دامان ولسوالۍ کې تير کال پيل شوی و او ۶۰ سلنه چارې یې پرمخ تللې دي.

نوموړي په ياد درې ورځيني کاري سفر کې د وزارت او قراردادي شرکتونو له اړوندو ماشينريو، کمپونو، کرش‌پلانتونو ،قير پلانټونو او کارخونو څخه لیدنه وکړه، د وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو، تخنيکي او کاري ټيمونو ته يې لارښوونه وکړه چې، خپلې ورسپارل شوې چارې دې په غوره کيفيت، چټکتیا او ټاکلي وخت ترسره کړي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې له نصب شويو تلو څخه هم  ليدنه وکړه او اړونده مسؤلينو ته يې د بار‌وړونکو وسايطو د جدي څارنې لارښوونه وکړه ؛ ترڅو د يادې لويې لارې  رغول شویو برخو د ويجاړيدو څخه مخ نيوی وشي. 
 

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

په ثور مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۴۷۰۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۲۱۱۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د منځني ختیځ هیوادونو د سیمه ییزې ریل پټلۍ ټولنې پنځه دېرشمه غونډه په ایران کې ترسره شوه

 د منځني ختیځ د اوسپنې پټلۍ ټولنې د سیمه ییز فورم (UIC RAME) پنځه دېرشمه غونډه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د غړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو او د اوسپنیزې کرښې د نړیوالې اتحادیې د. . .

BACK TO NEWS