د ټولګټو وزارت له لوري د وروستیو اورښتونو اوسېلابونو له امله د هېواد د یو شمېر بندو لویو لارو او سړکونو د پاکولو او پرانیستلو کار په چټکۍ سره جریان لري

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۵:۷
د ټولګټو وزارت له لوري د وروستیو اورښتونو اوسېلابونو له امله د هېواد د یو شمېر بندو لویو لارو او سړکونو د پاکولو او پرانیستلو کار په چټکۍ سره جریان لري

دسالنګونو لویه لار د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د تېرې شپې لخوا د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا یې د بیرته پرانیستلو هڅې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه راز، په بامیان ولایت کې د بامیان - سرپل لویه لار د غر ښویېدنې له امله، د یکاولنګ ۲ نمبر ولسوالۍ مسیر د پل کاشان په سیمه کې، په غور ولایت د غور - هرات لویه لار، په سمنګان ولایت کې دخُرم سرباغ ولسوالۍ او په فاریاب ولایت کې د مرکز – بل چراغ – ګرزیوان ولسوالیو مسیرونه د ورستیو موسمې اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی دي چې د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د پرسونل لخوا یې د ژر پرانیستلو هڅې په چټکۍ سره روانې دي.
همدارنګه، د نورستان ولایت ځینې نښلونکي مسیرونه، په ننګر هار ولایت کې د ښېوې ولسوالۍ مسیر او د بلخ ولایت د دره صوف، کشندې، چهار کنت او مار مل ولسوالیو مسیرونه هم د ورستیو سیلابونو له امله زیان من شوي وو، د اړوندو ولایتي ریاستونو له لوري د سېلابي موادو څخه پاک کاري او ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښونه کړې ده، چې د سېلابونو له امله بندې لارې دې ژر تر ژره پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیزي

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS