د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو آب سړک او یو شمېرنورو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو د چارو روان بهیر او پرمختګ  یې و ارزوه.

نوموړي په دغه سفر کې د ایبک – روی دو آب مسیر د لومړي لاټ له ۲۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د چارو د چټکتیا په موخه دې په ساحه کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي، ترڅو د سړک رغنیزې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او هېوادوالو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د ایبک – روی دو آب مسیر د ۲۰ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بشپړېدو او د پاتې برخو د رغنیزو چارو په دوام سره به سمنګان ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي.

دغه راز، محترم وزیر صاحب په یاد ولایت کې د تاشقرغان تنګۍ او صیاد تنګۍ د استنادي دېوالونو له ترمیماتي پروژو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د هېوادوالو ترانسپورتي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي، د یاد ولایت تخریب شوي مسیرونه دې ترمیم او بیا ورغوي او د روغنیاتو د نشتوالي او نورو ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال دې موضوع د ټولګټو وزارت له مقام سره شریکه کړي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، بدخشان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد وزارت  د تر کار لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام د تخار ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د خواجه غار – دشت ارچي د لومړي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۸:۵۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سمنګان – بلخ نوې جوړېدونکې ټولپلازا له ټاکل شوې ساحې او د. . .

BACK TO NEWS