د ټولګټو وزارت وزیر د بادغیس ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د پروژو د کیفیت، پرمختګ او چارو د چټکتیا په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
محترم وزیر لومړی د لامان–قلعهنو مسیر څخه لیدنه وکړه. د دغه سړک ځینې برخې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نوموړي تخنیکي ټیمونو او د تدارکاتو ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې دیاد سړک د ترمیماتو او استنادي دېوالونو پروژه چې په تدارکاتي اعلان کې ده، ترمیماتي چارې یې دې ژر تر ژره پیل او د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې شي، تر څو سړک د لا تخریب څخه مخنیوی وشي.
نوموړي دغه راز د بوم درې له مسیر څخه لیدنه وکړه او د قراردادي شرکت مسئولینو او د وزارت تخنیکي ټیمونو ته یې هدایت وکړ، چې د بوم درې مسیر سروې ترسره او خپل راپور ژر تر ژره د وزارت مقام ته وړاندې کړي.
د سفر په دوام، د ټولګټو وزارت محترم وزیر د قیصار–لامان حلقوي سړک د ۵۰ کیلومتره برخې څخه، چې له مقر څخه د بالامرغاب پر لور غځېږي او د ياد سړک ۲۵ کیلومتره برخه چې د فارياب ولايت له لورې پيل شوې ده هم لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادو پروژو د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې د پروژو چارې دې په ټاکلي وخت، غوره کیفیت او تخنيکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په دغه سفر کې د بادغیس ولایت د ټولګټو ریاست مالي او تخنیکي برخې هم وارزولې او د اداري چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر له تخنیکي ټیمونو سره هم ناستې ترسره کړې. د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
