د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورتي همکاریو او یو شمېر مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.

د لیدنې په پیل کې د ټولګټو وزارت وزیر، محترم عوضوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.

په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تر کار لاندې پروژو، چې د آقینې–اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ جوړول، د تورغونډۍ بندر پراختیا او د نویو تأسیساتو جوړول په کې شامل دي د کاري پرمختګ، د چارو د لا ښه والي، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، د ترانسپورتي او زېربنایي پروژو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په جوزجان ولایت کې له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د وزارت تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د هېواد لوېدیځو او شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام جوزجان ولایت ته سفر وکړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د فاریاب ولایت د یو شمېر ترکار لاندې پروژو او د آقینې بندر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني او ورسره مل تخنیکي ټیم، هرات او بادغیس ولایتونو وروسته، فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د بادغیس ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د پروژو د کیفیت، پرمختګ او چارو. . .

BACK TO NEWS