د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورتي همکاریو او یو شمېر مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.
د لیدنې په پیل کې د ټولګټو وزارت وزیر، محترم عوضوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.
په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تر کار لاندې پروژو، چې د آقینې–اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ جوړول، د تورغونډۍ بندر پراختیا او د نویو تأسیساتو جوړول په کې شامل دي د کاري پرمختګ، د چارو د لا ښه والي، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، د ترانسپورتي او زېربنایي پروژو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
