د پروان له توپ درې تر خواجه سیاران پورې د سړک چارې ۶۷ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۸
د پروان له توپ درې تر خواجه سیاران پورې د سړک چارې ۶۷ سلنه پرمختګ لري

دا اسفالټي سړک چې ۴.۴۹ کیلومتره اوږدوالی لري، د پروان ولایت له توپ درې تر خواجه سیاران علیا او صوفیان بالا سیمې پورې عځیدلی چې اوس مهال یې د رغوني کار له ۶۷ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۲۱۰۰ کاري ورځې رامنځته کیږي او د کار له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۵ کلي له یوبل سره ونښلول شي او خلک به یې له پاخه سړک څخه برخمن شي.

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۱۸
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ دويمه ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس؛ د ټولګټو وزارت د تخنيکي مرستيال محترم مولوي عبدالکریم فاتح په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

BACK TO NEWS