د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک د جوړلو چارې ۲۶ سلنه مخته تللي

mopw_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۸:۵۶
د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک د جوړلو چارې ۲۶ سلنه مخته تللي

د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک د جوړلو چارې ۲۶ سلنه مخته تللي

دا سړک د پنجشیر ولایت له مرکزه پیل او د دې ولایت تر شماله غځیدلی چې ۱۳ کیلومتره اوږدوالی، ۵.۶ متره پلنوالی، په مختلفو اندازو کې ۸۵ پایي پلچکونه او ۹۷۵۸ متره استنادي دیوالونه لري. د څه باندي ۶۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوی او تر دې مهاله یې رغنیزو چارو ۲۶ سلنه پرمختګ کړی.

د دې پروژې په جوړلو سره به د آبشار ولسوالۍ سړک په اوږدو کې پراته کلي له نورو ولسوالیو سره نښلوي همدارنګه د ۲۱ کلیو د اوسیدوونکو ټرانسپورټي ستونزې به هواري کړي، نورو ولسوالیو او ګاونډي ولایتنو ته د مسافرینو او تجارتي مرکزنو او مارکیټونو ته د کرنیزو محصولاته په لیږد کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

تلې ۲۹، ۱۳۹۹

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار او ارزګان ولایتونو اړوند د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار او ارزګان ولایتونو ته د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا د خپل سفر په ترڅ کې د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک، د ترینکوټ –. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

کار اعمار دو پروژه ترمیماتی به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی در ولایت بلخ آغاز شد

کار دو پروژه ترمیماتی به طول مجموعی ۶۸ کیلومتر در ولایت بلخ، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد شده بود، با حضور داشت محترم مولوی نورالهادی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۳۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک رغنیزو چارو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS