د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د یوه سړک رغنیزکار ۶۱ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۹:۱۳
د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د یوه سړک رغنیزکار ۶۱ سلنه بشپړ شوی

دا کانګریټي سړک چې ۲.۵۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابل ـ پروان له عمومي سړک څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر بالا آب کلي پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۶۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یاده پروژې د جوړیدا تړون د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري له یوې سیمه ییزي شورا سره شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي

د دې پروژې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د میربچه کوټ ولسوالۍ د بالا آب کلي په ګډون د سړک اړوند کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي همدانګه به د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د میربچه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۳۸۸۶ کاري ورځې رامنځته شي

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

BACK TO NEWS