د کابل – کندهار لویه لار چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې بنده شوې وه بیرته خلاصه شوه

د ورستیو تېزو بارانونو او سیلابونو د راوتلو له کبله، د کابل – کندهار لویه لار د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له تېري ورځې را په دې خوا بنده شوې وه، د غزني ولایت د ټولګټو ریاست اړوند ماشینرۍ پرمټ د تخنیکي پرسونل لخوا پرانیستل شوه.
هیوادوال کولای شي، چې اوس مهال په دغه لار تګ راتګ وکړي. ټولګټو وزارت له ټولو محترمو موټر چلونکو څخه غواړي، چې د سیلاب ځپو سیمو څخه د تېریدلو پرمهال دي ترافیکي قوانین مراعت او له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي، تر څو چاته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د ورستیو سیلابونو له کبله په غزني ولایت کې یو شمیر پلونه او پلګوټي ویجاړ شوې دي، چې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل یې په ترمیم او بیارغونه بوخت دي، تر څو درنو هیوادوالو ته ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر