د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ مسجد کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۳۹
 د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ مسجد کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي، چې دامهال د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ مسجد د رغونې کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه مسجد په درې جریبه ځمکه کې رغول شوی دی، چې په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه) لمونځ کوونکو ظرفیت لري، چې د وسایطو لپاره منظم پارکینګ، د ملا امام لپاره ځانګړی د اوسېدو ځای، د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو د لمانځه د ادا کولو لپاره جلا ځایونه او د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه جلا ځایونه رغول شوي دي.

یاد مسجد د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ  د ۳۵میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوی وو، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي  او ګټي اخیستنې ته تر سپارل کېدو وروسته به د حج او اوقافو وزارت ته تسليم شي. د یادونې وړ ده، چې د یاد مسجد ټول تأسیسات په سولریزې برېښنا سمبال دي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

په نورستان ولایت کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په پارون ښار کې د دوه کلیومتره حلقوي سړک رغوونې چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

دغه سړک دوه کیلومتره اوږدوالی او لس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په. . .

BACK TO NEWS