د کارموندنې خبرتیا !

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۱:۵۲
د کارموندنې خبرتیا !

ټولګټو وزارت، د کابل – کندهار لویې لارې سړک، د غزني ولایت له مرکز څخه د مقر ولسوالۍ تر بازار پورې د سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیلوي، په همدې موخه، هغه فني کارگران چې د غزني ولایت د اړوند ولسوالیو اوسېدونکي  وي او د سړک جوړونې په برخه کې لکه: کټينگ، قير اچونه او ځينې نورو برخو کې مهارت ولري، تر راتلونکو دوو ورځو پورې د غزني ولایت د ټولګټو ریاست ته مراجعه وکړي. همدارنګه، پر دغه مسیر د (غزني بازار – مقر بازار) پورې د شاوخوا 56 ویجاړ پلګوټو د ترمیم او بیارغونې په پروژه کې، چې کوم شرکتونه ليوالتيا لري، تر راتلونکو دوو ورځو ( د ربیع لاول ٢٩مې) پورې دې د غزني ولایت ټولګټو ریاست ته مراجعه وکړي او یا دې په لاندې شمېره اړیکه ونیسي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS