د کونړـ نورستان سړک به له ډیزاین سره سم جوړ شي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۲:۴
د کونړـ نورستان سړک به له ډیزاین سره سم جوړ شي

ټولګټو وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو سیمو کې تر کار لاندې او راتلونکې پروژې له شرطپاڼې، او قراردادونو سره سمې په لوړو معیارونو جوړې کړي.

ټولګټو وزارت د پژواک خبري آژانس هغه خبر ردوي چې ګواکي د کونړـ نورستان سړک د ډیزاین خلاف په کم ضخامت سره جوړیږي، په دې خبر کې بېله دې چې د ټولګټو وزارت نظر واخستل شي یو طرفه او د بې بنسټه معلوماتو پر اساس لیکل شوی چې د ژورنالیزم اصول هم پکې تر پښو لاندې شوې دي.

نورستان چې د هېواد دریم ملي پارک بلل شوی ټولګټو وزارت ورته نه یوازې د سړک پر جوړېدو کې پوره اخلاص لري بلکه د سړک د پلنوالي اندازه یې له شپږ متره څخه ۷ متره ته لوړه کړې چې د قیر ضخامت ( پېرړوالی) به یې هم له قرارداد سره سم ۹ سانتي متره وي.

د کونړ نورستان سړک دوې برخې دا مهال تر کار لاندې دي چې څه باندې ۲۱ کیلو متره اوږدوالی لري او دلومړۍ برخې چارې یې ۵۳ سلنه پر مخ تللې چې په نږدې ورځو کې به یې قیر اچونه یا اسفالټ هم پیل شي.

د دې تر څنګ د نورستان ولایت ۶۲ کیلو متره نور سړک ډیزاین هم بشپړ شوی چې د تدارکاتي پړاو لپاره د تدارکاتو ملي ادارې ته استول شوی دی.

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو د رغنیزو چارو بیا پیل او له یادې پروژې څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو رغنیزې چارې بیا پیل شوې، چې له یادې پروژې څخه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، له نږدې لیدنه وکړه او د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

BACK TO NEWS