سمنګان: د ایبک – پلخمري لویې لارې په اوږدو کې د دریو پُلونو د ترمیم کار بشپړ شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۰:۲
سمنګان: د ایبک – پلخمري لویې لارې په اوږدو کې د دریو پُلونو د ترمیم کار بشپړ شو

د ټولګټو وزارت لخوا د ایبک - پلخمري لویې لارې په اوږدو کې د دریو پایو پلونو د ترمیم کار بشپړ شو.

د پلونو د ترمیم دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وه، چې د ا.ا.ا، له لوري تمویل شوې دی.

د دغو پروژو د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري بوختیاوې هم رامنځته شوي وې، چې اوس به یې د کار له بشپړیدلو سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله کمي شي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د دغه وزارت مالي امکاناتو ته په پام سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS