لغمان: د مهترلام ښار اړوند د ده زیارت پُل د ترمیم چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۲:۹
لغمان: د مهترلام ښار اړوند د ده زیارت پُل د ترمیم چارې پیل شوې

ټولګټو وزارت د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د حلقوي سړک په اوږدو کې د ده زیارت پل د ترمیم او بیارغونې چارې پيل کړې.

دا پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، کال وړاندې د سختو سیلابونو د راوتلو له کبله ویجاړ شوی و، چې د سیمې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو.

ټولګټو وزارت د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې ته د رسېدنې په موخه د یاد پله د ترمیم او بیاروغنې چارې پیل کړې، چې تر راتلونکي یوې میاشتې پورې به بشپړې شي.

د سیمې خلک د ټولګټو وزارت له لوري د دغه پُل په ترمیمولو او بیارغونه خوښ دي، چې د کار له بشپړېدلو سره به یې د عمرزیي، غونډۍ، شمکت او ده زیارت سیمو په ګډون د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د لغمان مرکز مهترلام ښار ته به د پخوا په پرتله په اسانه او لنډه لار تګ راتګ وکړي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګتو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت نوی ټاکل شوی مالي او اداري معین محترم قاري محمد یونس راشد، چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ۳۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

BACK TO NEWS