ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۵۷
ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د ټولګټو وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې، څارنې او کاري بهیر د نږدې کتنې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په لغمان ولایت کې د ده‌ زیارت پل، د علیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو پر مسیر د استنادي دېوالونو د جوړولو او د کنړ – نورستان عمومي سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې محترم معاون صاحب؛ د یادو پروژو  قراردادي شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د چټکتیا، د ساختماني چارو د لوړ کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړیدو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې ټولې پروژې باید د منظور شویو تخنیکي نقشو او قراردادونو له مخې په شفاف او معیاري ډول تطبیق شي، څو د خلکو اړتیاوې په دوامدار ډول پوره شي.

دغه راز به د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د یاد سفر په دوام د ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو د تر کار لاندې سړکونو، پلونو او نورو زیربنایي پروژو څخه هم لیدنه وکړي او د هغو د کاري وضعیت ارزونه به وکړي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS