ټولګټو وزارت د فساد او په دندو کې د ناغيړۍ په تور د لويو لارو د تلو ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۰
ټولګټو وزارت د فساد او په دندو کې د ناغيړۍ په تور د لويو لارو د تلو ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د ټولګټو وزير انجينر نجيب الله يمين د ټرانسپورټي اتحاديو، عامو خلکو او موټروانانو له پرله پسې شکايتونو وروسته د څېړنې يو پلاوی وګماره چې په پایله کې یې د تلو د یو شمېر مامورینو پر ګوښه کېدو پرېکړه وشوه.

له دې ډلې څخه چې پر کومو کسانو د فساد ثبوتونه موجود دي، هغوی به عدلي او قضایي ارګانونو ته هم د څېړنې لپاره ور وپېژندل شي.

د دې تر څنګ د تلو يو شمېر مامورین له دې کبله هم ګوښه شوي چې په تشکیل کې بدلون راغلی او د دندو لایحه يې بدله شوې ده.

.ياد کارکوونکي نه یوازې دا چې په رشوت اخيستنه متهم و، بلکې سړکونو ته یې هم د دې فساد له کبله زیان اړولی و، چې زیات وزن لرونکو ټرانسپورټي وسايطو ته یې پر سړکونو د تګ - راتګ اجازه ورکوله.

.ټولګټو وزارت به د یوه راڼه بهیر له لارې د ګوښه شويو کارکوونکو پر ځاى ډېر ژر هېواد ته ژمن مسلکي کسان په دندو وګماري او تر څنګ یې د تلو د ډیجیټل کېدو لپاره هم پوره هڅه کوي تر څو د فساد مخنیوی وشي 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴۴
Background image

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۱۶۹۹۸۵ ټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

BACK TO NEWS