په ارزګان ولایت کې د څلورو پایو پلونو د ترمیم او تحکیم چارې پیل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۴۹
په ارزګان ولایت کې د څلورو پایو پلونو د ترمیم او تحکیم چارې پیل شوې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وانو ، گرماب او سرخم پلونو او د دهراوود ولسوالۍ د منان پل د ترمیم او تحکیم کارۍ چارې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې، چې د ارزګان ولایت د والي محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي آدم‌جان نعماني او یو شمېر سیمه‌ییزو مسئولینو په حضور کې رسماً افتتاح او پیل شوې.

د دغو پلونو د ترمیم او بیارغونې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي او هغوی ته به د اسانه او خوندي تګ راتګ، همدارنګه د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د اسانه لېږد رالېږد زمینه برابره شي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سړکونو او پلونو د رغوونې په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د ترانسپورټي زیربناوو د ساتنې او څارنې په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پلونو او سړکونو د ترمیم او بیارغوونې په برخه کې د ګڼو نورو پروژو چارې هم پیل کړې دي.

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۴۹
Background image

په ارزګان ولایت کې د څلورو پایو پلونو د ترمیم او تحکیم چارې پیل شوې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وانو ، گرماب او سرخم پلونو او د دهراوود ولسوالۍ د منان پل د ترمیم او تحکیم کارۍ چارې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د قرغیو ولسوالۍ - درونټې ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۴۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له مرکز څخه تر درونټې پورې د شاوخوا ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۸
Background image

د سالنګونو لویې لارې اړوند د جنوبي سالنګ د یوې بلې برخې چارې پیل او د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادې لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه د چارو د کیفیت، پرمختګ، چټکتیا او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه. . .

BACK TO NEWS