په بامیان ولایت کې د دریو پروژو چارې د شاوخوا ۴۲.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۱
کار سه پروژه به ارزش حدود ۴۲.۹ میلیون افغانی در ولایت بامیان آغاز شد

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ځايي خلکو د هوساينې او د ټرانسپورڼي ستونزو د حل په موخه په بامیان ولایت کې د دریو پروژو چارې دیاد ولایت والي محترم مولوي عبد الله سرحدی، دیاد ولایت د تولګټو رئیس محترم انجینیر حفیظ الله رحمتي، سیمه ییزو مسؤلینو او د سیمې د ځینو مخورو په شتون کې نن رسماً پیل شوې.

د تولګټو وزارت په بامیان ولایت کې د بامیان –غور لویې لارې د جغل اچونې، د سړک د فرش، استنادي دیوالونو او پلګوټو د ترمیم چارې د یکاولنګ ولسوالي د سیاه درې له شهر نو سیمې څخه تر پنجاب ولسوالۍ پورې د ۱۸.۵ کیلو مترو په اوږدوالی سره  د ۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د بامیان – سرپل سړک د جغل اچونې، د سړک د فرش، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم چارې  د یکاولنګ ولسوالۍ له زارین سیمې څخه  د یکاولنګ نمبر۲  ولسوالۍ د بازار تر پایه پورې د ۶۱ کیلومترو په اوږدوالي سره د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او دغه راز د یاد ولایت شش پل، قرغنه او فیروز بهار سیمو کې د دریو پایو تلو د اصلي سړک سره نښلونکي سړک د کانکریټ اچونې چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې دي، چې چارې يې رسماً پيل شوې.

د بامیان ولایت والي د یادې پروژو د پیل په تړاو خوښي څرنګده کړه او د دغه شان بنسټیزو پروژو پلي کېدل یې د اقتصادي ودې، ترانسپورټي آسانتیا او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسي لپاره مهم او اساسي وبلل او د دغه پروژو په لوړ کیفیت سره پلي کېدلو او په جدي څارنه یې ټینګار وکړ.

دغه راز د بامیان ولایت د تولګټو رئیس محترم انجینیر حفیظ الله رحمتي د پروژو په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل او څرنګنده یې کړه چې دا پروژې به د انجینرۍ معیارونو او د قراردادونو تخنیکي مشخصاتو سره سمې پلي شي.

نوموړي له تطبیق کوونکو شرکتونو څخه وغوښتل تر څو کارونه د قرارداد  د شرایطو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت سره پای ته ورسوي.

د دغو پروژو دکار په جریان کې د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، د یادو پروژو د چارو په بشپړیدو سره به د خلکوترانسپورتي ستونزې حل او د کرنیزو او سوداګریزو توکو په خوندي انتقال کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS