په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۹۹۳۵۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸۳۰۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰۵۴۵ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳۵۵۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال۱۵۱۷۵۰ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۶۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS