په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۳۰۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۱۹
په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۳۰۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د میزان مياشتي له ۱۸ نيټې څخه د میزان تر ۲۴مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (  ۱۲۳۰۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۸۶۱۱۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۷۶۵۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۳۱۸) ټنه او د خواف –هرات (۱۲۹۲۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ( ۱۲۳۰۰۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه او صادرات دي، په تیرو یوه اوونۍ کې (۲۰۲) ټنه صادرات شوي دي چې یوه برخه یې د انارو جوس او نوشابه باب دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS