په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې د نصبولو، بریښنا، د تلې لپاره د یوې ودانۍ، د څښاک اوبو لپاره د یوې حلقې څاه د کیندلو او د تلې د نښلونوکو سړکونو) د رغولو چارې دیاد ولایت د تولګټو رئیس، سیمه ییزو مسولانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.
یاده تله د ټولګتو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې د درې میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي او په فعالیدو سره به یې د لوړ تناژ وسایطو وزن کنترول او د سړکونو له ویجاړیدو څخه به مخ نیوی وشي.