په لغمان ولايت کې د شاوخوا پنځه ميلونه افغانيو په ارزښت د يوې ترميماتې پروژې کار پيل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۱۶
په لغمان ولايت کې د شاوخوا پنځه ميلونه افغانيو په ارزښت د يوې ترميماتې پروژې کار پيل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د کابل - جلال آباد لویې لارې اړوند د لغمان ولايت عزيز خان کڅ په سيمه کې د سړک د قیر اچونې او داغګيرۍ کار د لغمان ولايت د ټولګټو د رئیس او يو شمېر سيميزو مسئولينو په شتون کې پيل شو.
دغه پروژه د ټولګټو وزارت او وليد مسلم خصوصي ساختماني شرکت سره د شاوخوا پنځه مليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده چې پکې د ۵۵ کيلو متره سړک داغګيري، ۱۵۵ متره سړک قير اچونه، د يو استنادي دېوال او يو شمېر پلګوټو رغونه شامل دي.
د يادونې وړ ده چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به پر یاده لويه لار د تلونکو خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
 

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

BACK TO NEWS