په لوګر ولایت کې د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۱
په لوګر ولایت کې د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت په لوګر ولایت کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه ‌والي او  درنو هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځ ته کولو په موخه د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو عملي چارې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور، دیاد ولایت د ټولکټو رئیس مولي جنت ګل سراج، سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل کړې.

ټولګټو وزارت د لوګر په التمور سیمه کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د التمور لوړتناژ تلې د ۱۵۰ متره نښلوونکي سړک د کانکریټ چارې او د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵ پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغونې چارې پیل کړې دي.

یادې پروژې د ټولګتو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې د دریو کاري میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادو پروژو د کار په بشپړیدو سره به د درنو سوداګرو او د ځایي اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د کرنیزو توکو په چټک او خوندي انتقال کې به د پام وړ آسانتاوې رامنځ ته شي.

...

9 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینرانو یې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د. . .

BACK TO NEWS