په میدان وردګو ولایت د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۵۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې د کابل – بامیان لویې لارې اړوند ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې، د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د میدان وردګو ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.
یاد سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه پیل د ياد ولایت تر جلریز ولسوالۍ پورې رسیږي او د اساسي رغونې لګښتونه يې څه باندې ۵۷۰ ميليونه افغانۍ اټکل شوې دي، چې رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ قرار داد شوې دي.
د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج عبدالکریم فاتح وویل: یاد سړک د مرکز کابل او هرات ترمنځ یو سوداګریز دهلیز دی چې د ا.ا.ا د مشرتابه هدایت سره سم په اساسي او معیاري ډول رغول کیږي؛ همدارنګه د میدان وردګو ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د یادې پروژې په پیل خوښي څرګنده کړه او د قرارداد له مشخصاتو سره سم یې د یادې پروژې په پلې کېدو باندې ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
