په میدان وردګو ولایت د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۵۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Sun, Nov 16 2025 11:34 AM
په میدان وردګو ولایت د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۵۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې د کابل – بامیان لویې لارې اړوند ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې، د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د میدان وردګو ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.

یاد سړک  ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه پیل د ياد ولایت تر جلریز ولسوالۍ پورې رسیږي او د اساسي رغونې لګښتونه يې څه باندې ۵۷۰ ميليونه افغانۍ اټکل شوې دي، چې رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ قرار داد شوې دي.

د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج عبدالکریم فاتح وویل: یاد سړک د مرکز کابل او هرات ترمنځ یو سوداګریز دهلیز دی چې د ا.ا.ا د مشرتابه هدایت سره سم په اساسي او معیاري ډول رغول کیږي؛ همدارنګه د میدان وردګو ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د یادې پروژې په پیل خوښي څرګنده کړه او د قرارداد له مشخصاتو سره سم یې د یادې پروژې په پلې کېدو باندې ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

.

2 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS