په نیمروز ولایت کې د لوړ تناژ وسایطو د تلې لپاره یوه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۷:۵۹
په نیمروز ولایت کې د لوړ تناژ وسایطو د تلې لپاره یوه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ټولکټو وزارت له لوري د لوړ تناژ وسایطو د وزن د کنترول د تلې لپاره یوه ودانۍ جوړه او د نیمروز ولایت د والي، د ياد ولايت د ټولګټو رئيس، قومي مخورو او ديني علماوو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د ټولګټو وزارت لخوا د تلې د پرسونل د کارونو د تنظیم او د ترانزیټي چارو د چټکتيا په موخه د دوه ميليونه افغانیو په ارزښت رغول شوې ده.

د یادونې وړه ده، چې یاده تله د لوړ تناژو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه نصب شوې ده، تر څو د وسایطو وزن کنټرول او د سړکونو له تخریب څخه مخنیوی وشي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

د کندهار – سپین بولدک سړک د هېواد له مهمو او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د کندهار له مرکز څخه پیل د وېش بازار ترحدودو پورې رسیږي، د دغه سړک د دویم لین رغنیزې چارې له وړاندې پيل شوې وې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

BACK TO NEWS