په هرات کې د ۲۹.۷ کيلومتره سړک د سروې تخنيکي چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۵۷
په هرات کې د ۲۹.۷ کيلومتره سړک د سروې تخنيکي چارې پیل شوې

ټولګتو وزارت نن سه شنبه د هرات په انجيل او ګذره ولسوالیو کې د ۲۹.۷ کیلو متره اسفالټ سړک د سروې تخنيکې چارې پيل کړې.

چې له ډلې به يې د ۱۴.۷ کيلو متره سړک د سروې چارې د انجيل ولسوالۍ په ترکانو، سفلي، جغاره، کبابيان او بهارستان کليو کې تر سره شې.

او د پاتي ۱۵ کيلومتره سړک د سروې چارې به د کذره ولسوالۍ په چهار برجګ، ناګهان، مالان، او سنوګرد؛ کليو کې تر سره شې دا سړک چې د هرات هوايې ډګر سړک غوره بديل او د هرات – کندهار لويې لارې يوه برخه هم ده د سروې، ډيزاين او تداکارکاتي پړاونو له بشپړيدو وروسته به په پاخه او اساسي ډول ورغول شې چې له رغېدا سره به يې د سیمې خلک له ګڼو اسانتياوو څخه برخمن شې.

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو د رغنیزو چارو بیا پیل او له یادې پروژې څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو رغنیزې چارې بیا پیل شوې، چې له یادې پروژې څخه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، له نږدې لیدنه وکړه او د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

BACK TO NEWS