په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسیقلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسیقلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد سړک په اوږدو کې د ۲ پایو پلونو،۷۹ پایو پلګوټو، ۲۰۰ متره استنادي دیوالونو،۸۹ متره کانکریټي کانال او ۲۶۲۱ وسپنیزې کانکریټي ویالې جوړول هم شامل دي، چې د نړیوالو انجنیري معیارونو سره سم به ترسره شي.
دغه سړک د هلمند ولایت له ګرشک ولسوالۍ څخه تر موسیقلعه ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي او چټک تګراتګ اسانتیاوې برابروي او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.
