په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت قرارداد شوې دي او دا مهال عملاً جریان لري.

یاده پروژه ټولټال ۱۲۲ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې د پکتیکا ولایت له جاني خېل ولسوالۍ څخه پيلېږي او د همدې ولایت د تروه ولسوالۍ تر قمرالدين سیمې پورې رسېږي او دا مهال یې د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک رغنیزې چارې څو ورځې مخکې د پکتیکا ولایت د والي محترم ملا عبدالخالق عابد، د یاد ولایت د ټولګټو رییس محترم مولوي محمداکبر عادل، یو شمېر ځایي مسئولینو او قومي مخورو په شتون کې افتتاح او رسماً پيل شوې.

د یاد سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به یې د جاني خېل او تروه ولسوالیو ترمنځ د تلونکو هېوادوالو د تګ راتګ او سوداگريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د ۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغوونې چارې د څه باندې ۲۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغوونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور سره قرارداد او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۵۴
Background image

د پنجشېر ولایت عمومي سړک د داغګیرۍ چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پنجشېر ولایت عمومي سړک د ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د پنجشیر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د. . .

BACK TO NEWS