په کاپیسا ولایت د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت د يوې ترميماتي پروژې چارې پیل شوي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۵۲
په کاپیسا ولایت د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت د يوې ترميماتي پروژې چارې پیل شوي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لورې په کاپیسا ولایت کې، د نجراب ولسوالۍ د جامع جومات اړوند د سړک يوه ترميماتي پروژه نن رسماً پیل شوه.
د یادې پروژې د پرانیستي په مراسمو کې د کاپیسا ولایت والي محترم قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، د نجراب ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي عطاالله نعمت، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په ياده ترمیماتي پروژه کې د نجراب ولسوالۍ د جامع جومات اړوند د لوی پل، د عمومي سړک د فرش، د استنادي ديوالونو او پلګوټو ترمیم کول شامل دي، چې چارې يې د ټولګټو وزارت له لورې د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي.
ځايي مسوولينو او اوسېدونکو د يادې پروژې د پرانيستنې هرکلی وکړ او دا یې د ا.ا.ا له لوري د سیمې د پراختیا او آبادۍ پر لور یو مثبت ګام وباله.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې په ګټې اخيستنې سره به  د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي او د استنادي دېوالونو او پلچکونو په ترمیم سره به د سېلابونو او موسمي بارانونو له امله د سړک له ویجاړیدو څخه مخنیوی وشي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۷:۴۴
Background image

په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د انتقالاتو په برخه کې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ  او د خواف–هرات لارې له لارې ټولټال ۶۱۱۹۴۹۷ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د څلورو بندرونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

د قیصار–لامان سړک د ٥٠ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

د قیصار–لامان سړک د یوې برخې چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د رغونې چارې تېره ورځ د ریاست‌الوزراء عالي مقام د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند او یو شمېر ځايي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS