د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې ده، اوس مهال یې چارې په بېلابېلو برخو کې په منظم ډول روانې دي.

دغه سړک د خواجه بهاالدین ولسوالۍ له سیمې څخه پیلېږي او تر ینګي قلعه ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې د تخار ولایت له مهمو نښلوونکو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د ماورای کوکچه ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي.

د دې سړک په اوږدو کې د ۵۶ پلچکونو او ۵.۳ کیلومټره د سړک غاړې کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي. تر اوسه د ۴۲ پلچکونو او ۳.۸ کیلومتره ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو کارونه هم په چټکۍ سره جریان لري.

د دغه سړک د چارو په بشپړېدو سره  به د د تخار ولایت مرکز ته د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي او همدارنګه به د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه شي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو په برخه کې د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د اسانه او  خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹. . .

BACK TO NEWS