د تخار د ینګي کلا ـ چاه آب سړک رغنیز کار ۴۳ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۷:۲۲
د تخار د ینګي کلا ـ چاه آب سړک رغنیز کار ۴۳ سلنه پرمختګ لري

دا اسفالټ سړک چې ۲۷.۳ کیلومترده اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د تخار ولایت له چاه آب ولسوالۍ څخه تر ینګي کلا پورې غځیدلی چې اوس مهال یې د جوړلو کار له ۴۳ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د ماورای کوکچه پروژې د چاه آب – ینګي کلا سړک په اوږدو کې د بېلابېلو اندازو ۵۳ پُلګوټي او ۴۳ متره استنادي دیوالونه هم په اساسي ډول رغول کیږي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د ماورای کوکچه پروژې په بشپړېدو سره به د تخار ولایت شپږ ولسوالۍ او آی خانم بندر له تالقان ښار سره ونښول شي چې پر ګڼو برخو یې دا مهال کار روان دی.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

BACK TO NEWS