زابل: د کابل – کندهار لویې لارې د ۶.۹۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې بشپړي شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۳۹
زابل: د کابل – کندهار لویې لارې د ۶.۹۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې بشپړي شوې

ټولګټو وزارت د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار لویه لار څه باندې ۶ کیلومتره سړک په اساسي ډول سره ترمیم کړل چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوي دي.

د زابل ولایت اړوند د کابل – کندهار لویې لارې ۶.۹۸ کیلومتره سړک، چې د موټرو د ډیر بار له کبله لښتې پکې جوړ شوي وو او د نقلیه واسیطو تګ را تګ یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی وو، اوس مهال یې جر شوي ځایونه ډک او ترمیم شول او د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوي دي.

د سړک د ترمیم دا پروژه د ټولګټو وزارت له خوا له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت تړون شوي و، چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول شوي.

ټولګټو وزارت خلکو ته د ترانسپورتي اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه پلان لري چې د کابل – کندهار لویه لار د یاد وزارت پراختیایي بودیجې ته په کتو په اساسي ډول سره ترمیم او بیاورغوي.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS