د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۲:۴۳
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورنو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

میدان وردګ: آسمان شین دی، له حاجیګک کوتل پرته د دې ولایت نورې ټولي غځېدلي لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

غور: آسمان لمر دی، له بند بایان مسیر څخه پرته نورې ټولي غځېدلي لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي، د بند بایان لار د پاکولو کار د قرارادداي شرکت له لوري دوام لري.

بدخشان: په دې ولایت کې هم آسمان لمر دی، د راغستان، کوهستان او یاوان مسیرونه د ترافیکو پرمخ تر دې مهاله بند دي؛ خو د دې ولایت نورې لارې بیا پرانیستې دي.

دایکنډي: هوا لمریزه ده، د میانه قل او د پاتو ولسوالۍ لارو تر څنګ د ورس او لوزان کوتل دواړه لوري د تګ راتګ پرمخ بندې شوې دي، همدارنګه د دوراهی شش – لکک کوتل پر لار برف کوچ راغلی او یاد مسیر دا مهال د ترافیکو پرمخ بند دی چې د پاکولو کار یې دوام لري، نور مسیرونه تر دې مهاله پرانیستې دي.

هرات: آسمان لمر دی، د هرات – ګلران لار، د ورستیو سیلابونو د پاتې شونو له کبله د باروړنکو موټرو پر مخ بنده ده؛ خو نورې لارې بیا پرانیستې دي.

فراه: په دې ولایت کې له شیخ ابو نصر فراهي سړک څخه پرته نورې ټولي لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.

د سالنګ لویه لار: هوا لمر ده، له ټیلري موټرو پرته واړه موټر د ځنځیر (چاین) په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي.

ټولګټو وزارت، له ټولو موټر چلوونکو او لارویانو څخه هیله کوي چې؛ د تګ راتګ پرمهال ترافیکي مقررات په پام کې ونیسي، د موټر ځنځیر ( چاین ) وتړي، له تېز تګ راتګ څخه ډډه وکړي، تاوده کالي او اضافه غوړي له ځان سره ولري او د مؤظفو کسانو لارښوونې په پام کې ونیسي تر څو چا ته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

...

8 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې قرارداد د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د سمنګان ولایت د ایبک – روی ‌دوآب سړک چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې قرارداد یې د ډیزاین بلډ په بڼه د ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵
Background image

په قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) په کنفرانس کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ګډون راپور

د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) څلوېښتم کنفرانس د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ۲۰۲۶م کال د اپریل میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونو د ریل پټلۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د. . .

BACK TO NEWS