د ټولگټو وزارت سرپرست کندهار ولایت ته سفر وکړ

د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت د ټولګټو ریاست له سرپرست او کارکوونکو سره غونډه وکړه او د دوی وړاندیزونه او ستونزې یې واوریدلې.
د ټولګټو وزارت سرپرست د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د ترسره شویو کارونو ستاینه وکړه او خلکو ته د غوره ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه هغوی لازمې لارښوونې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
د ټولګټو وزارت سرپرست په دې سفر کې په کندهار ولایت کې له ځینو پروژو او د ټولګټو ریاست د ورکشاپ او ماشینرۍ ترڅنګ په دې ولایت کې د مورچې په نوم له سفالټ کمپنۍ څخه هم له نږدې لیدنه وکړه.
د یادونې وړه ده، چې د ټولګټو وزارت سرپرست د کندهار ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو او خلکو سره هم ولیدل او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه وزارت له پلان او امکاناتو سره سم به د نیمگړو پروژو د کار د بشپړولو تر څنگ د نویو پراختیايي پروژو کار هم پیل کړي.