تخار: د بنگي – اشکمش د۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم او چغل اچونې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۳
تخار: د بنگي – اشکمش د۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم او چغل اچونې چارې دوام لري

د تخار ولایت د بنگي او اشکمش ولسوالیو ترمنځ د ۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې په چټکۍ سره دوام لري، چې د تخار ولایت د ټولگټو ریاست له لوري یې نظارت کېږي.

د سړک د ترمیم او جغل اچونې دا پروژه د ټولگټو وزارت لخوا له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې ده او د ا.ا.ا، له لوري تمویلیږي.

د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي او د کار له بشپړیدو سره به د بنگي او اشکمش ولسوالیو د اوسیدنکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

ټولگټو وزارت هڅه کوي، چې د دغه وزارت مالي امکاناتو ته پام سره د خلکو ترانسپورتي ستونزي هواري کړي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS