د قراردادي شرکتونو د مالي ستونزو د حل په موخه ناسته تر سره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۳:۴۲
د قراردادي شرکتونو د مالي ستونزو د حل په موخه ناسته تر سره شوه

د ټولگټو وزارت د مقام د دفتر رئيس مفتي امیر عبدالله، د قراردادي شرکتونو له یو شمیر استازو سره د یادو شرکتونو د مالي ستونزو د حل په موخه ناسته او خبرې وکړې.

دا ناسته چې د مقام د دفتر رئيس په مشري ترسره شوه، د قراردادي شرکتونو استازو په نوبت سره خبرې وکړې، د شرکوتونو مالي ستونزې یې بیان کړې او د ټولگټو وزارت له رهبري څخه یې د انوایسونه د اجرأ او د بانکي تضمینونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

ورسته د ټولگټو وزارت د مقام د دفتر رئيس خبرې وکړې ویې ویل: د قراردادي شرکتونو د انوایسونو، تضمينونو او قرضداريو اجرأ کول د اـاـا، د کارونو په لومړيتوب کې قرار لري او د ۱۴۰۱ ه ش مالي کال د بودیجې په تصویب سره د قراردادي شرکتونو یوه برخه انوایسونه اجرا شي او مالي ستونزې به یې تر ډيره بریده هوارې شي. 
هغه قراردادي شرکتونو ته په خطاب کې وویل: زموږ هیواد له داسې شرایطو څخه د تیریدلو په حال کې دی، چې زموږ ټولو همکارۍ، گډ کار او یووالي ته اړتیا لري.
 

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS