د کابل – کندهار لویه لار چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې بنده شوې وه بیرته خلاصه شوه

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۰:۳۱
د کابل – کندهار لویه لار چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې بنده شوې وه بیرته خلاصه شوه

 

د ورستیو تېزو بارانونو او سیلابونو د راوتلو له کبله، د کابل – کندهار لویه لار د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له تېري ورځې را په دې خوا بنده شوې وه، د غزني ولایت د ټولګټو ریاست اړوند ماشینرۍ پرمټ د تخنیکي پرسونل لخوا پرانیستل شوه.

هیوادوال کولای شي، چې اوس مهال په دغه لار تګ راتګ وکړي. ټولګټو وزارت له ټولو محترمو موټر چلونکو څخه غواړي، چې د سیلاب ځپو سیمو څخه د تېریدلو پرمهال دي ترافیکي قوانین مراعت او له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي، تر څو چاته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

د یادونې وړ ده، چې د ورستیو سیلابونو له کبله په غزني ولایت کې یو شمیر پلونه او پلګوټي ویجاړ شوې دي، چې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل یې په ترمیم او بیارغونه بوخت دي، تر څو درنو هیوادوالو ته ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

2 اونی 2 ورځې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل- کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر پر مهال، د کابل – کندهار لویې لارې اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۲۴ کيلومتره نښلوونکي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ميدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې، چې دامهال عملاً جریان لري.

دغه پروژه د. . .

BACK TO NEWS